نړیواله مالي اداره "IFC" په افغانستان کې د برښنا د تولید د لومړنۍ خصوصي پروژی له پراختیايي چارو څخه ملاتړ کوي

کابل - افغانستان، د۲۲ سپتامبر ۲۰۱۶: نړیوال مالي اداره "IFC" چې د نړیوال بانک د غړو یوه مهمه برخه ده، په دې توګه د هغه هوکړه لیک له لاسلیک څخه هرکلۍ کوي چې په ترڅ که به یی په مزار شریف کې د برښنا د تولید د یو مرکز د جوړولو پراختیايي او ودانیزو چارو لپاره یو داسې چوکاټ جوړ شي، چې په ترڅ کې به یی یوه بې ساري پروژه په افغانستان کې د برښنا انرژی د مخ په ودې اړتیاو پام کې نیولو سره د خصوصي سکتور د مشارکت لپاره لاره هواره کړي.
نړیوال مالي ادراه د هغه قرارداد په جوړولو کې کلیدي ونډه درلوده کوم چې نن په پلازمینې کابل کې د افغانستان د دولت او د غضنفرګروپ خصوصي کمپنۍ ترمینځ لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک غضنفر ګروپ خصوصي کمپنۍ لپاره داسې یو کاري چوکاټ په ډاګه کوي چې له مخې به یی نوموړۍ خصوصي کمپنۍ په مزار شریف کې د ۵۰ میګاواټو په ظرفیت د برښنا د تولید لپاره یو مرکز په خپله جوړوي؛ او مالکیت او عملیاتي چارې به یی هم په خپله پر مخ وړي. د هوکړه لیک له مخې به دغه مرکز د راتلونکو ۲۰ کلونو په اوږدو کې د افغانستان برښنا شرکت ته خپله تولیدي برښنا پلوري.
کله چې دغه پروژه بشپړه شي، نو دا به د برښنا د تولید په برخه کې د خصوصي سکتور لومړنۍ پروژه وي چې له ډیزاین او ودانیزو چارو نیولې تر مالي او عملیاتي چارو پورې، د خصوصي سکتور لخوا پر مخ بیول کیږي. د برښنا د تولید دغه خصوصي مرکز به څه باندې یو میلیون افغانانو ته د بريښنا د انرژۍ په برابرولو کې مرسته وکړي او د ټولټال د تولیدیبرښنا په وده کې به ۳۰ سلنه مرسته وکړي . په دې توګه تر ډیره بریده د جګړو د ناخوالو له امله د برښنا انرژۍ ته د نه لاس رسې تشه به ډکه او د زیربنا په سکتور کې به یوه اغیزمنه پآنګونه وبلل شي.
" د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره د برښنا د انرژۍ د تولید اوږد مهاله لړۍ خورا اغیزمنه بلل کیږي" د انرژۍ په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار پروفیسور محمد قیومي د دغې خبرې په څرګندولو سره زیاته کړه: " د دغې پروژې په عملي کیدنې سره به د لومړيځل لپاره په ټول هیواد کې داسې یو ستر ګام  اوچت شي چې په ترڅ که به یی د خصوصي سکتور په ملاتړ د برښنا لپاره د ورځ تر بلې اړتیاو لپاره په اغیزمنه توګه مثبت ځواب وویل شي".
د برښنا د تولید دغه مرکز به د برښنا لومړنۍ خصوصي پروژه وي چې د برښنا په تولید کې به له کورني طبیعي ګاز له سرچینو څخه کار واخلي، او په دې توګه به دغه پروژه د افغانستان د دولت او خصوصي سکتور ترمینځ د اقتصادي ودې په موخه په بنسټونو کې د خصوصي پانګوالو د پانګه اچونې لپاره د راتلونکو مشارکتي زمینو په برابرولو کې زیاتې آسانتیاوې رامینځته کړي.
"مونږ هیله من یو چې دغه پروژه به د افغانستان د برښنا په سکتور کې د خصوصي پانګه اچونۍ لومړنۍ غوره بیلګه وبلل شي"، د غضنفر ګروپ مشر ښاغلی اسماعیل غضنفرد دغو خبرو په څرګندولو سره زیاته کړه: " په دې توګه به د خصوصي پانګوالو لپاره د اعتماد فضاء رامینځته شي چې د هغه پربنسټ به وکولای شو په پراخه کچه خصوصي پانګه او اړوند تجربی د افغانستان د پراختیا لپاره جذب کړو."
"په ډیرو جنګ ځپلو هیوادونو کې دولتونه اړوندو مالي سرچینو ته لاس رسۍ نلري ترڅو خپله وتوانیږي ستری بنسټیزی پروژی سرته ورسوی" د نړیوالی مالي اداری (IFC) د منڅنی ختیڅ او شمالی افریقا د برخی ریس موید مخلوف د دغو خبرو په څرګندولو سره زیاته کړه: " مګر خصوصي سکتور د خپلو مالي سرچینو او اړوند تخنیکي مهارتونو څخه به استفادی سره د معیاری برښنا د رسولو، د روغتیايي پوهاوی او د ترانسپورت د شبکو په غزولو کې ارزښتمند رول لوبوي.  ننی هوکړه د هیواد په بنسټونو کی د پانګی اچونی لپاره یو نوی پړاو بلل کیږی."
د نړیوال مالي اداری هڅې د نړیوال بانک په چوکاټ کې د پراخو هلو ځلو یوه برخه جوړوي چې موخه یی په افغانستان کې د برښنا انرژۍ د سکتور پراختیا ده، دې ته په پام سره چې دغه هیواد د انرژۍ له کمښټ سره مخامخ دی ، او تر ۸۰ سلنه پورې د اړتیا وړ برښنا له باندې هیوادونو څخه وارد کوی. له اقتصادي اړخه یوه متوازن افغان کورنۍ تر ۱۷۶ کیلوواټ د ساعت له مخې په هر کال کې مصرف کوي، دا هغه شمیره ده چې په نړۍ کې تر ټولو ټیټه کچه بلل کیږي او د ګاونډیو هیوادونو د اوسیدونکيد کلني مصرف ۴۰ سلنه رانغاړي.
د نړیوال مالي اداری (IFC) په هکله
نړیوال مالي اداري د نړیوال بانک له غړو څخه یو بلل کیږي، چې د یو پراخ نړیوال بنسټ په توګه د مخ په ودې بازارونو کې د خصوصي سکتور په کړنو تمرکز لري. دغه بنسټ شاوخوا د ۲۰۰۰ تشبثاتو سره د نړۍ په کچه مرسته او همکاري کوي. مونږ د خپل د څه باندې شپږو لسیزو تجارب او زده کړې په هغو سیمو کې د فرصتونو په برابرولو متمرکز کوو، چې هلته تر ټولو زیات اړتیا ورته لیدل کیږي. د ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې مونږ په مخ په ودې هیوادونو کې د شاوخوا ۱۹ میلیاردو امریکايي ډالرو په ارزښت مالي مرستې ، اړوند تخصص او تجارب ځانګړي کړي، چې د خصوصی سکتور د پراختیا ، د بی وځلي په له مینځه وړلو او یو سوکاله ژوندانه لپاره د ونډې اخیستنې په موخه متمرکز دي.
 نورو معلوماتو لپاره زمونږ ویب سایت www.ifc.org  ته مراجعه وکړئ:
د آی اف سی په اړه معلومات:
د غضنفر ګروپ په هکله:
د غضنفر ګروپ خصوصي شرکت په افغانستان کې د بیلابیلو خصوصي پانګه اچونو یوه بریالۍ بیلګه ده چې اوس مهال په تیلو، ګازو، بانکدارۍ ، بیمه، مطبوعاتو، سوداګرۍ، لوژستیک، ترانسپورت، ودانیز سکتور، کانونو او صنایعو په سکتورنو کی فعالیت کوي.
د نورو معلومات لپاره په لاندې پرلیکه اړیکه ټینګه کړی: http://www.ghazanfargroup.com